بهرنيان د چين د دوو ملي مجلسونو د څار له لارې د دغه هېواد ښه پوهاوی کولی شي
CMG2024/03/11 14:51:41
شريکول:

د ارجنټاين د «عصري زمانه» مجلې عمومي مدير ګوستاوو اېجې (Gustavo Ng) ويلي، چې د چين د دوو ملي مجلسونو په پیل سره نړۍ يو ځل بيا دا پوښتنه مطرح کړې، چې ډيموکراسي څه شی ده؟  د نوموړي په وينا، د چين ټول بهیر ډيموکراسي خلکو ته رښتينې ګټې رسوي او د چين دوو ملي مجلسونو (د ملي ولسي کانګرس کلنۍ غونډه او د ولسي سياسي مشورتي د ملي کمېټې کلنۍ غونډه ) نړيوالو ته د دغه هېواد د ټول بهیر ډيموکراسۍ د څار مهمه کړکۍ جوړه کړې ده.

د چين په سږنيو دوو ملي مجلسونو کې د ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې غړې سون جيه ويلي، موږ د خلکو نظرونه او وړانديزونه راټول کړي او په دوو برخو مو وېشلي دي، چې يوه برخه يې د زړو کسانو د استوګنې او بله برخه يې د هغوی لپاره د ځانګړو رستورانټونو د جوړولو په اړه ده.

مېرمنې سون جيه د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې سږنۍ غونډې ته د زړو کسانو د پالنې په اړه يو لړ وړانديزونه وړاندې کړي دي. نوموړې په تېر کال کې د نظرپوښتنو زرګونه پاڼې خلکو ته وېشلې، بېلابېلو ځايونو ته يې د رښتيني وضعيت د معلومولو لپاره سفر کړی او له اړوندو شخصيتونو او ادارو سره يې غونډې ترسره کړې دي، چې له لارې يې د خلکو نظرونه او وړانديزونه راټول او د يادې کمېټې کلنۍ غونډې ته يې وړاندې کړي دي.

سږ کال د چين د ملي ولسي کانګرس د جوړېدو  ۷۰ مه کليزه او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د جوړېدو ۷۵ مه کليزه ده. دغه دواړه ارګانونه د چين د واک تر ټولو لوړ بنسټونه بلل کېږي. د دغو دوو ارګانونو د سږنيو کلنيوغونډو لپاره د ملي ولسي کانګرس نږدې ۳۰۰۰ استازي او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې څه باندې ۲۱۰۰ غړي له بېلابېلو ځايونو څخه بېجينګ ته راغلي او د خلکو په استازيتوب يې اواز پورته کړی، څو د هېواد د پرمختګ لپاره خپل وړانديزونه وړاندې کړي، چې همدغه څه نړۍ ته «چيني شکله ډيموکراسي» ښودلې ده.

د چين ټول بهير ډيموکراسي پدې وروستيو کلونو کې د نړيوالې ټولنې د پاملرنې وړ ګرځېدلې ده. چينايان خپلې ځانګړې ډيموکراسۍ ته «د ټول بهير ډيموکراسي» وايي او په جريان کې يې د قانون له مخې ډيموکراتيک انتخابات، ډيموکراتيکې سلامشورې، ډيموکراتيکې پرېکړې، ډيموکراتيک مديريت او ډيموکراتيکه څارنه کوي او د قانون له مخې له بېلابېلو لارو چارو د هېواد  د اقتصادي، کلتوري او ټولنيزو چارو اداره کوي.

د چين په دوو ملي مجلسونو کې يادې ډيموکراتيکې نښې ډېرې ليدل کېږي.

د بېلګې په توګه، په چين کې د بېلابېلو کچو ملي ولسي کانګرس استازي د ډيموکراتيکو انتخاباتو له لارې ټاکل شوي، هغوی خلکو ته مسئوليت لري او د خلکو تر څار لاندې دندې ترسره کوي. د ملي ولسي کانګرس په نږدې ۳۰۰۰ استازو کې تخنيک‌ګران، کارمندان، بزګران او د کليوالو سيمو چارواکي هم شامل دي، هغوی د يو میليارډ او ۴۰۰ ميليونو چينايانو په استازيتوب د هېواد په بېلابېلو موضوعاتو کې د اړوندو مسودو د جاج، وړاندې کولو، رايو اچولو او ټاکلو حق کاروي. د چين د ولسي سياسي مشورتي د ملي کمېټې په غړو کې د دغه هېواد د بېلابېلو ګوندونو، ډلو، طبقو او ټولنو غړي شامل دي او هغوی د ډيموکراتيکې څارنې او مشورو له لارې د هېواد په حکومتوالۍ کې برخه اخلي.

ياد دواړه ارګانونه د چين د ډيموکراتيک سياسي نظام لويې ځانګړتياوې بلل کېږي.

دا چې د دوو ملي مجلسونو استازي او غړي په بېلابېلو مسلکونو کې دندې کوي، نو ځکه هغوی د هېواد ټولنيز او اقتصادي پرمختګ په اړه ډېر معلومات لري او توانېږي، چې د هېواد د اوسني پرمختګ پر ستونزو تمرکز وکړي او د هواري لپاره يې رغنده نظرونه او وړانديزونه وړاندې کړي.

ډيموکراسي د ښکلا لپاره اله نه ده، بلکې د خلکو د ستونزو د هواري لپاره ده.

د چين د ملي ولسي کانګرس استازي پان جياو فنګ تېر کال د دغه ارګان غونډې ته وړانديز وکړ چې هېواد د اوټوماتيکو چلېدونکو موټرونو د تخنيکونو اړوند معيارونه وټاکي او د انټرنيټ نښلوونکو موټرونو د جوړولو چارو پرمختګ ته ښه زمينه برابره کړي. د چين ډېرو حکومتي ادارو دغه وړانديز ته ډېره پاملرنه کړې او له ښاغلي پان جياو فنګ سره يې ډېر ځلې تماس نيولی دی، د هغوی د ګډو هڅو په نتيجه کې  مرکزي حکومت د انټرنيټ نښلوونکو موټرونو د مسلک  لارښوونکی سند خپور کړی او يو لړ تخنيکي معيارونه يې ټاکلي دي.

د رسمي شمېرنې له مخې، تېر کال د چين د دولتي شورا بېلابېلو ادارو تر ۱۲ زرو زياتو هغو وړانديزونو او مسودو ته ځوابونه ورکړي چې د دوو ملي مجلسونو پر مهال ترلاسه شوي، د دوو ملي مجلسونو د استازو او غړو نږدې ۴۷۰۰ نظرونه او وړانديزونه يې منلي او له مخې يې څه باندې ۲۰۰۰ اړوندې تګلارې او تدبیرونه جوړ کړي دي، چې د هېواد باکيفيته اقتصادي پرمختګ او د خلکو د ژوند ښه والي ته يې ډېرې ګټې رسولې دي.

د يادونې وړ ده چې د دوو ملي مجلسونو پر مهال د وزيرانو، استازو او غړو خبري تالارونه پرانيستل شوي، چې له مخې يې وزيران، استازي او غړي په ټاکلي وخت کې د خبري رسنيو له لارې خلکو ته د هېواد  د پاليسيو او تګلارو معلومات وړاندې کوي او پوښتنو ته يې ځوابونه ورکوي. 

ډېر شنونکي پدې اندې دي چې چين نه يوازې په اقتصادي برخه کې بلکې د ډيموکراتيک سياسي نظام په برخه کې هم بریاليتوب ترلاسه کړی دی.

د چين د سږنيو دوو ملي مجلسونو پر مهال د حکومت کاري راپور په لومړي ځل د ړندو په ځانګړي ليک يا بريل هم چاپ شوی دی چې په لمس کولو يې ړانده کسان هم د دغه راپور په محتوياتو پوهېدای شي. ښاغلی وانګ يو چنګ په چين کې لومړی ړوند کس دی چې د ملي ولسي کانګرس د استازي په توګه ټاکل شوی. نوموړی وايي، ړانده کسان د ړندو په ځانګړي ليک چاپ شوی راپور په لمس کولو د هېواد ډيموکراسي احساسولی شي او همدا معلولينو ته د حکومت د پاملرنې ښکارندويي کوي.

د مصر د بني سویف پوهنتون (Beni Suief University) پروفيسور نادياهیلمي (NadiaHelmy) ويلي، چين ځکه لوی ټولنيز او اقتصادي پرمختګ ترلاسه کړی، چې د ټول بهیر ډيموکراسي يې عملي کړې . د هاروارډ پوهنتون(Harvard University) د کينيډي ښوونځي (Kennedy School )  له مسلسلو لسو کلونو راهیسې هر کال په چين کې د نظرپوښتنې کړې دي او نتيجه يې ښيي، چې هر کال د چين له حکومت څخه د چينايانو د رضایت کچه له ٪ ۹۰ څخه لوړوالی ښکاري.

په نړۍ کې د ډيموکراسۍ لارې یو شان نه دي. ډېر هېوادونه هڅه کوي چې د خپل وضعيت سره سمه ډيموکراتيکه لاره ومومي. بهرنيان د چين د دوو ملي مجلسونو د څار له لارې د دغه هېواد د ډيموکراتيکې لارې په اړه معلومات ترلاسه کولی شي او د دغه هېواد د پرمختګ په راز ښه پوهېدلی شي.