د عراق پوځ د مارچ په ١٠مې نېټې خبر ورکړی، چې په همدې ورځ يې د دغه هېواد په مرکزي صحرايي سيمې کې د افراطي داعش ډلې نور ۴ وسله وال وژلي دي.
خبر وايي، عراقي ځواکونو له تېرو ۲۴ ساعتونو راهيسې ۱۰ داعشي وسله وال وژلي دي.
د عراق پوځ له ياد خبر لږ مخکې په يوې اعلاميې کې ويلي وو، چې ځواکونو يې د روانې میاشتې په ۹مې نېټې د شمالي صلاح الدین او نینوا ولایتونو د ګډې پولې صحرایي سیمې کې پر داعشي وسله والو هوايي برید کړی، چې په ترڅ کې يې ۶ وسله وال وژل شوي دي.