اسرائیلي ځواکونو پر غزې هوايي بريدونو کې ۶۳ فلسطينيان وژلي
CMG2024/03/11 10:44:29
شريکول:

د فلسطین خبري اژانس د مارچ په ۱۰مې نېټې خبر ورکړی، اسرائیلي ځواکونو په همدې ورځ د غزې پر څو سیمو بريدونه کړي، چې له امله یې لږ تر لږه ۶۳ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان شوي دي.

خبر وايي، اسرائیلي ځواکونو په تېرو څو ساعتو کې د غز‍ې پر مرکزي سیمو پر له پسې هوايي بريدونه کړي، چې په پايلې کې يې ۳۷ کسان وژل شوي او ۱۱۸ نور ټپيان شوي دي.

خبر زياتوي، اسرائيلي ځواکونو په ورته وخت کې د غزې پر جنوبي او شمالي سیمو هم بمبارۍ کړي، چې له امله يې ۲۶ کسان وژل شوي دي.