د کډوالۍ نړیوال سازمان په دې وروستیو کې يوه اعلاميه خپره کړې او پکې يې ويلي، چې په هایتي کې د وسله والو ډلو فعاليتونه د دغه هېواد د امنیتي وضعیت د خرابېدو سبب ګرځيدلي دي.
اعلاميه وايي، په هايتي کې له ۳۶ زرو څخه ډېر خلک بېځایه شوي، چې نیمایي یې ماشومان دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، په هایتي کې د روان کال له پیل راهیسې د بېځایه شویو کسانو شمېر ۱۵ سلنه زیات شوی او دا مهال په پلازمېنې پورت او پرنس کې تر ۱۶۰ زرو ډېر کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.