ملګري ملتونه: سوریه له بې ساري بشري بحران سره مخ ده
CMG2024/03/12 10:07:11
شريکول:

د ملګرو ملتونو د سوریې د چارو د تحقیقاتو کميټې د مارچ په ۱۱مې نېټې په يوه راپور کې ويلي، چې په سوریې کې د امریکې او نورو بهرنیو ځواکونو د رامنځته شوي کړکېچ د زیاتوالي له امله بې ساری بشري بحران راپورته شوی دی.

راپور وايي، اوسمهال په سوریه کې ۱۶ میلیونه او ۷۰۰ زره وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، خو ملګري ملتونه د مرستندويه پانګې د سخت کمښت له امله اړ شوي، چې دغه هېواد سره د خواړو مرستې وځنډوي، چې له امله یې میلیونونه خلک له لوږې سره مخ شوي دي.

د یوې سروې پايله ښیي، چې اوسمهال په سوریه کې تر ۹۰ سلنه ډېر خلک په بېوزلۍ کې ژوند کوي.