په سوډان کې د روژې په لومړۍ ورځ هم شخړه روانه وه
CMG2024/03/12 10:23:12
شريکول:

د سوډان د وسلوال پوځ او د دغه هېواد د چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ شخړه د مارچ په ۱۱مې نېټې یعنې د روژې په لومړۍ ورځ هم دوام درلود او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه پرېکړه، چې پکې پر ښکیلو خواوو غږ شوی، په روژې کې اوربند وکړي، نه ده پلې شوې.

د سوډان وسلوالو ځواکونو د مارچ په ۱۱مې نېټې پر ټولنیزو رسنیو ويلي، چې سرتېرو یې په همدې ورځ په خرطوم بحري‎ کې د چټک غبرګون پر ځواکونو برید کړی، چې په ترڅ کې يې ۷ جنګي موټرونه او ۲ ټانکرونه سوځولي او ځينې وسلې یې نیولې دي.