امریکا په ډاګه له جګړو ګټې ترلاسه کوي
CGTN2024/03/12 15:16:12
شريکول:

د نړۍ لپاره دا پټه نه ده، چې امريکا له اوږدې مودې راهیسې له جګړو ګټې ترلاسه کوي. په داسې حال کې چې د روسیې او اوکراين ترمنځ شخړې لاپسې شدیدې شوې دي، د امريکا هغه سياستوال، چې همېشه په خپلو خبرو کې د سولې او ډيموکراسۍ کلیمې يادوي، ياد حقیقت منلی دی.

د امريکا دفاع وزير اوسټين پدې وروستيو کې د سپينې ماڼۍ يوې ناستې ته په خبرو کې وويل، چې د روسيې او اوکراين ترمنځ شخړې د امريکا اقتصاد ته ګټې رسولې. هغه وسلې چې امریکا اوکراين ته لېږدولې، د امريکا د بېلابېلو ځايونو کارګرانو جوړې کړې، دغو پانګونو د امريکا د اړوندو تاسيساتو پيمانه پراخه کړې او د دغه هېواد کارګرانو ته يې کاري فرصتونه برابر کړي دي.

نوموړي همدارنګه ويلي، چې اوکراين د امريکا په ملاتړ توانېږي، چې له روسيې سره شخړو ته دوام ورکړي او همدا د امريکا د اقتصاد په ګټه هم ده.

د روسيې او اوکراين شخړې له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته په اروپا کې تر ټولو سخته جګړه بلل کېږي او دواړو هېوادونو او اروپا له دې امله درنې بيې ورکړې، خو امريکا يې تر ټولو ګټونکې ګرځېدلې ده، د وسلو او انرژۍ له سوداګرانو څخه بيا د کرنيزو محصولاتو تر سوداګرانو پورې، ټولو سوداګرانو يې د اوکراينيانو له مصیبت مل کولو څخه په ګټنې ډېرې ګټې ترلاسه کړې دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت تازه شمېرې ښيي، چې په ۲۰۱۳م کال کې د نړۍ پر هېوادونو د امريکا د وسلو د پلور ارزښت ٪۱۶ زیات شوی چې د تاريخ تر ټولو لوړې سويې ۲۳۸ ميليارډه ډالرو ته رسېدلی دی.

شنونکو د امريکا د وسلو پلور د زياتېدو عمده لامل، د روسيې او اوکراين ترمنځ شخړې ته اشاره کړې ده.

د امريکا د فیدرال ريسيرو شمېرې ښيي، چې د روسيې او اوکراين د شخړې له پيل راهيسې، د امريکا په دفاعي او فضايي صنعتي ارزښت کې ٪ ۱۷.۵ زیاتوالی راغلی دی.

د روسيې او اوکراين د شخړې له پیل وروسته له اوکراین سره د امريکا مرستې په پرله پسې توګه زياتې شوې چې له دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې يې له نورو هېوادونو سره د امريکا د مرستو نوی ريکارډ جوړ کړی دی. په دغو مرستو کې پوځي مرستې تر ټولو زیاتې دي او ډېرې برخې يې له امريکايي تصديو څخه اخيستل شوې دي.

د امريکا د والسټريټ ورځپاڼې یو راپور خپور کړی، چې د امريکا سنا مجلس د روان کال په فبرورۍ کې د ۹۵ ميليارډو ډالرو په ارزښت له نورو هېوادونو سره د پوځي مرستو مسوده تصويب کړه، چې پکې له اوکراین سره د ۶۰ ميليارډو ډالرو په ارزښت پوځي مرستې پکې شاملې دي. د امريکا د حکومتي چارواکو په وینا، د دغو مرستو ٪ ۶۴ برخه به بېرته د امريکا پوځي صنعت ته ستنه شي چې په اخر کې به د دغه هېواد دفاعي صنعت د بنسټ په بيارغونه کې وکارول شي او د دغه هېواد ۴۰ ایالتونو ته به کاري فرصتونه برابر کړي.

امريکا څه د پاسه۲۴۰ کلن تاریخ لري، خو يوازې ۱۶ کلونه يې له جګړې پرته تېر کړي او ځواکونه، د وسلو سوداګران، پارلماني غړي، د دفاعي ساينس او ټېکنالوژۍ څېړنيز ارګانونه، فکري مرکزونه او خبري رسنۍ يې د جګړې د ګډو ګټو شريکان دي.

بحران تحريکول، بيا جګړه راپارول، وروسته له جګړې ګټې ترلاسه کول او په پای کې خپله باداري پياوړي کول، همدا له جګړې د امريکا د استفادې بشپړه لړۍ جوړوي.

دغه لړۍ خلکو ته هم یادوي چې يوازې نړیوال عدالت او انصاف ښه وساتي، د امريکا د جګړه پاروونکو کړنو مخه نيولی شي او نړيواله سوله او پرمختګ ښه تامينولی شي.