د پاکستان د حکومت د نوې کابينې ۱۹ غړو د مارچ په ۱۱مې نېټې د دغه هېواد په پلازمينې اسلام اباد کې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې لوړه وکړه.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او د دغه هېواد لومړي وزير محمد شهباز شريف په دغو مراسمو کې ګډون کړی و.
د دغه هېواد د کابينې ۱۹ غړي په همدې ورځ د محمد شهباز شريف له خوا د وړانديز شوي نوملړ پر اساس ټاکل شوي دي.
تر دغو مراسمو وروسته، محمد شهباز شريف د نوې کابينې د لومړۍ غونډې مشرۍ کړې ده.
د پاکستان د کابينې د يادو ۱۹ غړو د دندو په اړه تر اوسه مالومات نه دي ورکړل شوي.