بېجینګ: د جنوبي سمندر مسئلې کې د نورو هېوادونو لاسوهنه به وضعیت نور هم پېچلی کړي
CMG2024/03/12 10:48:38
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د مارچ په ۱۱مې نېټې یوې خبري ناستې ته ويلي، چې د جنوبي سمندر مسئله د چین او د اسیان ځینو غړو هېوادونو پورې اړونديږي او د دغې مسئلې د ښکیلو هېوادونو د مستقیمو خبرو اترو له لارې د سرچېنو د استخراج په شمول اړوندې مسئلې حل کېدای شي.

نوموړي ویلي، ځیني هېوادونه باید په جنوبي سمندر کې د سرچېنو د استخراج پر مهال د چین پر قلمرو، حاکمیت او سمندري حقونو تیری ونه کړي او له سیمې بهر د نورو هېوادونو لاسوهنې باید ونه مني.

وانګ ون بین زياته کړې، د جنوبي سمندر مسئلې کې د نورو هېوادونو لاسوهنې به د سیمې وضعیت نور هم پېچلی کړي