بېجينګ: هيله ده، د چينایانو او امريکايانو د نظر تبادلې پراخې شي
CMG2024/03/12 10:30:17
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مارچ په ۱۱مې نېټې يوې خبري ناستې کې هيله مندي ښودلې، چې د چين او امريکې د خلکو ترمنځ تګ راتګ او نظر تبادلی پراخې شي او په نوې زمانې کې د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ ښه دوستې او د ګډو ګټو راتلونکی جوړ شي.

نوموړي ويلي، د چين دولت رئيس شي جين پينګ د تېر کال په نومبر کې په سانفرانسيسکو کې د امريکا له ولسمشر جون بايډن سره وکتل او د امريکا د ملګرو ټولنو د هرکلي په مېلمستيا کې يې ګډون او وينا وکړه.

 دواړو مشرانو د خپلمنځيو اړيکو د پرمختګ په اړه يو لړ ګډې نظريې ترلاسه کړي، او د چين او امريکا ترمنځ يې ثابت، روغ او دوامدار پرمختګ ته لاره برابره کړې ده.