چین: د امنیت شورا غړي باید د یووالي او همکارۍ پر روحیې ټينګار ولري
CMG2024/03/12 10:28:13
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چین د دایمي پلاوي لنډمهالي شارژدافیر دای بینګ د مارچ په ۱۱مې د امنیت شورا د کاري چارو په مباحثوي غونډې کې ویلي، چې د دغه سازمان غړي هېوادونه باید د یووالي او همکارۍ پر روحیې تينګار وکړي.

نوموړي امنیت شورا د نړیوال ډله ییز امنیت لپاره تر ټولو مهم میکانیزم بللی او ویلي يې دي، چې غړي یې باید د نړیوالې سولې او خوندیتوب د ساتلو دندې ولري، د ملګرو ملتونو منشور د اصولو په رڼا کې باید یو د بل درناوی او مساوي مشورې وکړي، د یو بل د پاملرنې وړ مسئلو ته دې توجه وکړي او امنیت شورا باید وهڅوي، چې په چارو کې رغنده رول ولوبوي او باید د دغه سازمان صلاحیت او باور وساتي.