چين به بهرنيو تصديو ته د ښه سوداګريز چاپېريال برابرولو ته دوام ورکړي
CMG2024/03/12 10:52:30
شريکول:

د چين د ۱۴م ملي ولسي کنګرېس دوهمه کلنۍ غونډه د مارچ په ۱۱مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د حکومتي راپور په تصویبېدو سره پای ته ورسېده.

د چين د حکومت په کاري راپور کې د پرانېستلو او د بهرنۍ پانګونې لپاره د بازاري شرایطو د پراخولو، او بهرنيو پانګونو ته د خدمتونو تضمین په ګډون ځينې تګلارې جوړې شوي، چې د کنګرېس استازو يې ډېره ستاينه کړې دي.

ځينو استازو ويلي، يادې تګلارې د دې ښکارندويي کوي، چې د چين حکومت به بهرنيو تصديو ته د ښه سوداګريز چاپېريال برابرولو ته دوام ورکړي او دغه هېواد لا هم د نړيوالو پانګونو لپاره يو ګرم ځای دی.

د مالوماتو له مخې، په چين کې د روان کال له پيل راهيسې، بهرنۍ پانګونې ښه وده کړې او د پام وړ لاسته راوړنې لري.

د چين د سوداګرۍ وزارت احصائيې ښيي، چې د ۲۰۲۴م کال په جنورۍ کې د بهرنيو پانګوالو د تصديو شمېر ۴۵۸۸ ته رسېدلی، چې د ۲۰۲۳م کال د همدې مودې په نسبت ۷۴.۴ سلنه زياتوالی ښيي او دا په چين کې د اوږدمهاله پانګونې په برخه کې د بهرنيو سوداګرو د باور ښکارندويي کوي.

(ژباړه: شکريه)