په تېرو دوو مياشتو کې د چين د موټرونو د توليد او خرڅلاو اندازه لوړه شوې
CMG2024/03/12 10:28:23
شريکول:

د چين د موټرونو صنعتي ټولنې د مارچ په ۱۱مې نېټې يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې د دغه هېواد د موټرونو توليدي اندازه ۳ ميليونه او ۹۱۹ زره عرادو ته او د خرڅلاو اندازه يې ۴ ميليونه او ۲۶ زره عرادو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه ۸.۱ سلنه او ۱۱.۱ سلنه زياتوالی ښيي.

شمېري ښيي، په تېرو دوو مياشتو(جنورۍ او فبرورۍ) کې په چين کې د نوي انرژۍ ۱ميليون او ۲۵۲ زره موټرونه توليد شوي او ۱ ميليون او ۲۰۷ زره يې پلورل شوي دي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه ۲۸.۲ سلنه او ۲۹.۴ سلنه زياتوالی ښيي.