د سوډان وسله وال ځواکونو د مارچ په ۱۲مې نېټې په يوې اعلاميې کې ویلي، چې په همدې ورځ يې د سوډان د چټک غبرګون ځواکونو څخه د ملي راډيو او ټلويزيون مقر نیولی دی.
اعلاميه وايي، د سوډان وسله وال ځواکونو د پلازمېنې خرطوم په لوېديځ کې د ملي راډيو او ټليويزيون مقر نيولی او کنټرول یې خپل کړی دی.
د سوډان وسله وال ځواکونه د تېر کال په اپرېل کې د شخړې له پېل راهيسې په لومړي ځل توانيدلي، چې د ملي راډيو او ټليويزيون د مقر کنټرول په خپل لاس کې واخلي.