په ناټو کې د سويډن شاملېدل به د سيمې حالت د بيا ترينګلتيا سبب وګرځي
CMG2024/03/13 14:43:12
شريکول:

د شمالي اتلانتيک تړون سازمان يانې ناټو د ۲۰۲۴ م کال د مارچ په ۱۱مې نېټې په بروکسيل کې خپل مقر کې د سويډن د شاملېدو مراسم تر سره کړي دي. دغه راز سويډن د دغه نړيوال سازمان ۳۲م غړی ګرځېدلی دی.

شنونکي وايي چې سويډن به تر دې وروسته په خپلو دفاعي تګلارو کې ستر بدلونونه راولي او د امريکا په شمول د ناټو له نورو هېوادونو سره دفاعي همکارۍ به لا پسې نژدې کړي، خو دغه هېواد له دې لارې د خپل امنيت د پياوړتيا موخې ته نشي رسېدای. شمالي خوا ته د ناټو پراخېدل به د بالتيک سمندر شاوخوا سيمې او ټولې اروپا پر امنيتي حالت اغېزه وکړي او د سيمه ييز حالت د بيا ترينګلتيا سبب به وګرځي.

سويډن تر دې مخکې پر دې ټينګار کړی و چې په هېڅ پوځي ائتلاف کې به شامل او ښکېل نه شي، خو اوس يې له دې دريځ څخه لاس اخيستی دی. نو د دغه هېواد دفاعي تګلارې ممکن په ناټو کې له شاملېدو سره سختې بدلې شي.

د سويډن لومړي وزير ولف کريترسون (Ulf Kristersson) وړاندې ژمنه کړې وه چې هېواد به يې ژر د ناټو په غوښتنې د کورني توليد په عمومي ارزښت کې د پوځي لګښت انډول ۲سلنې ته ورسوي. د سويډن خبري اژانس څو ورځې مخکې په يوه ليکنه کې هم اشاره کړې، سويډن په هغې مسئلې کې خپله نظريه بدلې کړې ده چې ځان ته څنګه ګوري. امريکا او د ناټو نور هېوادونه به په راتلونکي کې په سويډن کې خپل پوځي شتون زيات کړي او لا زيات بهرني پوځي ځواکونه، بيړۍ او الوتکې به دغه هېواد ته ننوځي. د سويډن پوځيان ښايي د ناټو په پوځي مانورو کې د برخه اخيستنې په پار نورو هېوادونو ته ولېږي.

سويډن او امريکا په تېر ډسمبر کې د دفاعي همکارۍ يو تړون لاسليک کړ چې له مخې به يې د دغه هېواد ۱۷ پوځي اډې او پوځي تمريناتي ډګرونه امريکايي ځواکونو ته خپلې دروازې پرانیزي، څو په سويډن کې د امريکا پوځي عملياتو ته لاره هواره شي. ناټو د روان ۲۰۲۴م کال په جنورۍ کې د ټينګ ساتونکي ۲۰۲۴ په نوم لويه پوځي مانوره ترسره کړې چې احتمالي نښه يې روسيه وه او سويډن پکې هم ګډون کړی دی.

په ناټو کې د شاملېدو له امله د سويډن په دننه کې زياتې اندېښنې راپورته شوې دي. زيات شمېر کسان په دې نظر دي چې دا به سويډن ته تلپاتې سوله رانشي وړی او ورته به په جنګونو او شخړو کې د ښکېلېدو ګواښ پېښ کړي. دغه راز په دغه هېواد کې د ذروي وسلو د ځای پر ځای کېدو امکانات هم رامنځته کېږي.

د سويډن ملي راډيو خبر ورکړ، که د ناټو په شمالي سرحداتو کې شخړې رامنځته کېږي، نو بهرني ځواکونه، وسلې، مهمات، سون مواد او داسې نور توکي به د سويډن قلمرو ته ننوځي چې ورباندې د بريد شونتيا به هم لوړه شي. د سويډن د کين‌اړخي ګوند يوه پارلماني غړي ويلي چې موږ اوس د نورو هېوادونو په جنګونو او شخړو کې د ښکېلېدو ګواښ سره مخامخ يو.

د روسيې د خپلواکو هېوادونو ائتلاف څېړنيز مرکز مرستيال ولاديمير خليشين دا نظر څرګند کړ چې سويډن به په ناټو کې له شاملېدو سره نه يوازې دا چې خپل امنیت به خوندي نشي کړای، بلکې پر روسيې د ناټو د نوي ګواښ په توګه به په لا ناامنې فضا کې ولوېږی. هغه داسې ويلي چې سويډن له تېرو څو کلونو راهيسې د بېطرفه تګلارو له امله په نړيوالو چارو کې زياتې ګټې خپلې کړې، خو اوس یې له دغې تګلارې څخه لاس اخيستی، دا بيخي د لنډ ليد پرېکړه ده.

سياسي څېړونکي دا نظر لري چې ناټو به د سويډن په شاملېدو سره په سيمه کې خپل پوځي شتون لا پسې پراخ کړي، د روسيې ستراتيژيکه فضا به کوچنۍ شي، په سيمه کې به ډله ييز تقابل لا نور هم سخت شي او د اروپا امنيتي حالت به بيا ترينګلی شي.

د امريکا نيويارک ټايمز ورځپاڼې د يو خبر له مخې، د سويډن او فنلنډ غړيتوبونه به په بالتيک او شمالي سمندر کې د ناټو ګواښ ډېر قوي کړي. د فرانسې L'Express مجلې هم د يوې ليکنې په خپرولو سره څرګنده کړه چې د سويډن او فنلنډ په شاملېدو به د سيمې سياسي نقشه بيخي له سره جوړه شي. ناټو کولای شي د سويډن ځمکې د يوې اډې په توګه وکاروي او له دې لارې به د روسيې ستراتيژيکه فضا لا پسې کوچنۍ کړي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ناټو ته په ځواب سره د تېرې فبرورۍ په وروستۍ لسيزه کې يو حکم لاسليک کړی چې له مخې به يې د مسکو او لېننګراد پوځي زونونه بيا جوړ شي، څو د هېواد په شمال لوېديځ کې خپل پوځي ځواکونه پياوړي شي.

لېننګراد نه دی؟