د امريکې اوسني ولسمشر جو بايډن د مارچ په ۱۲مې نېټې ويلي، چې هغه به د امريکا د ۲۰۲۴م کال ولسمشريزو ټاکنو کې د ډيموکرات ګوند کانديد وي.
امريکايي رسنيو ويلي، جون بايډن په همدې ورځ په جورجيا او ميسيسيپي ايالتونو کې د ډيموکرات ګوند په ابتدايي ټاکنو کې بريالی شوی او د دغه ګوند له نيمايي زياتې رايې يې ترلاسه کړې دي او نوموړی به يو ځل بيا د امريکا ولسمشرۍ ټاکنو ته د ډيموکرات ګوند نوماند وي.