د فلسطين او اسرائيل د اوربند خبرې ټکنۍ روانې دي
CMG2024/03/13 11:06:29
شريکول:

د قطر د بهرنيو چارو وزارت وياند ماجد الانصاري د مارچ په ۱۲مې نېټې يوې نوبتي خبري ناستې ته ويلي، چې د قطر په ګډون د فلسطين او اسرائيل په شخړه کې منځګړي هېوادونه هڅې کوي، چې ښکېلې خواوې په روژې کې اوربند وکړي او يوې هوکړې ته ورسېږي، خو دواړه خواوې په ځينو مسايلو کې لا هم اختلافات لري، چې له امله یې د اوربند خبرې ټکنۍ شوې دي.

نوموړي ويلي، د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د اوربند خبرې لا هم دوام لري او هېواد يې د منځګړي په توګه هڅې کوي، چې په غزې تړانګې کې دایمي اوربند ته لاره هواره کړي.

ماجد الانصاري پر امريکا او نورو اړوندو خواوو غږ کړی، چې پر اسرائيل فشار راوړي او له حماس سره یې د فعالو او رغنده اړيکو ته وهڅوي.

(ژباړه: شکريه)