د چين استازي لي هوی د اوکراين بحران د حل په پار بهرنيو هېوادونو ته سفر کړی
CGTN2024/03/13 09:49:19
شريکول:

د چين د بهرنيو وزارت وياند وانګ ون بين د مارچ په ۱۲ مې نېټې په يوې مطبوعاتي غونډې کې بهرنيو هېوادونو ته د اروپا او اسیا لپاره د چين د حکومت د ځانګړي استازي لي هوي د هغه وروستي ډيپلوماتيک سفر په اړه، چې د اوکراين کړکېچ د حل په پار يې کړی، معلومات ورکړي دي.

وانګ ون بين ويلي، چې لي هوی د مارچ له دوهمې نېټې څخه تر ۱۲ مې نېټې پورې له روسيې، د اروپايي ټولنې مقر، پولنډ، اوکراين، جرمني او فرانسې څخه لېدنې کړي او د اوکراين بحران د سياسي حل په پار يې له اړوندو خواوو سره خبرې کړې دي.

نوموړي هيله ښودلې، چې اړوندې خواوې سياسي اراده وښيي، وضعيت ارام کړي او د اوربند او د اروپا د متوازن، اغېزمن او دواملرونکي امنيتي چوکاټ د جوړولو لپاره ګډ کار وکړي.