د سعودي عربستان د نفتو دولتي شرکت په چين کې نوره پانګونه کوي
CMG2024/03/13 14:48:42
شريکول:

د سعودي عربستان د ارامکو نفتو شرکت  د ۲۰۲۳م مالي کال راپور خپور کړی او د نړۍ د نفتو بازار د راتلونکي په اړه یې پوره باور او په چين کې يې د خپلو سوداګريزو چارو د پراختيا هيله ښودلې ده

د ارامکو نفتو شرکت لومړي اجرائيه رئيس امين ناصر ويلي، په چين کې د نفتو اړتياوې په زياتېدو او بازار يې سالم پرمختګ ساتلی دی.

نوموړي ويلي، شرکت يې په چين کې د پانګونو د زیاتو فرصتونو د لټون په هڅه کې دی.

د دغه شرکت يوه بل چارواکي محمد ال قتاني تېر کال له شينهوا اژانس سره په مرکې کې ويلي وو، چې چين هڅه کوي له ۲۰۶۰م کال مخکې کاربون حنثی کړي او دا د دغه شرکت او د چيني همکارانو ترمنځ همکارۍ ته فرصتونه برابروي او په خبره يې، د چين بازار له فرصتونو څخه ډک دی.

د ارامکو نفتو شرکت د سعودي عربستان يو دولتي شرکت دی او په نړۍ کې د نفتو له لويو شرکتونو څخه دی او له چين سره يې هم ځيني شرکتونه جوړ کړي دي.