نړیوال پولي ارګانونو او د پولي چارو کارپوهانو د چین پر وروستيو لړيزو اقتصادي تدبيرونو باور څرګند کړی او په دې نظر دي، چې بهرني پانګوال په دغه هېواد کې پانګونې ته دوام ورکولی شي.
د استراليا فاینېنشيل رېويو ورځپاڼې د امريکا د موزينيچ شرکت د يو منيجر په قول خبر ورکړی، چې د چين اقتصادي زیاتوالی به د تخنیک، خوراک، پرچون او سوداګريزو خدمتونو په شمول ډېرو صنايعو او شرکتونو ته ګټور فرصتونه برابر کړي.
بلومبرګ نيوز خبر ورکړی، چې د امريکا د جۍ پي مورګان شرکت (J.P.Morgan Chase & Co) به په چين کې د خپلې شتمنۍ د اداري چارو لپاره زیات کارکوونکي وګوماري.