د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مارچ په ۱۲ مې نېټې يوه مطبوعاتي غونډه ترسره کړې او د خبريالانو پوښتنو ته يې ځوابونه ويلي دي.
يوه خبريال په يادې خبري ناستې کې له وياند وانګ ون بين څخه پوښتنه کړې، چې نړيوالې ټولنې تېره اوونۍ د چين د ملي ولسي کانګرېس کلنۍ غونډې او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې کلنۍ غونډې ته ډېره پاملرنه کړې او ډېرو بهرنيو خبري رسنيو د نړيوالو ارګانونو او کارپوهانو په قول خبر ورکړی، چې د چين يادو دوو ملي غونډو د دغه هېواد د اقتصادي ودې د بېرته مخ په لوړېدو پيغام ورکړی دی او چين په دې اړه څه نظر لري؟
وانګ ون د يادې پوښتنې په ځواب کې ويلي، چې يادې دوه ملي کلنۍ غونډې د چين لویه سیاسي پېښه ده او د دغه هېواد د تګلارو او پاليسو د څار لپاره يې نړۍ ته مهمه کړکۍ پرانېستلې ده.
نوموړي ويلي، د چين د حکومت په سږني کاري راپور کې يو لړ معلومات د نړيوالو خبري رسنیو د ډېرې پاملرنې وړ ګرځېدلي، چې ښه بېلګه يې د چين د سږني اقتصادي ودې ۵٪ موخه ده او چين به هڅې وکړي، چې د نوي کيفيت تولیدي ځواک ته وده ورکړي، د باکيفيته پرمختګ او د لوړې سويې د ورخلاصون لپاره يو لړ تدبيرونه غوره کړي.
وانګ ون بين زياته کړې، نړيوالې ټولنې د چین له سږنيو دوو ملي غونډو څخه د چين د ثابت پرمختګ، نوښت، ځاني باور او يووالي په اړه معلومات ترلاسه کړي او د دغه هېواد په راتلونکي اقتصادي او ټولنيز پرمختګ يې زیات باور پيدا کړی دی.
نوموړي ويلي، د چين باکيفيته پرمختګ به نړۍ ته د پرمختګ لازيات فرصتونه برابر کړي.