په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال دای بينګ د مارچ په ۱۲مې نېټې د شلو صنعتي هېوادونو(G20) کاري غونډې ته د خپلې وينا پر مهال ويلي، چې ياد هېوادونه دې د نړۍ اقتصاد ته وده ورکړي.
دای بينګ په خپلو خبرو کې جي شلو هېوادونو ته څو وړاندیزونه کړي دي.
۱ـ د جي شل هېوادونه دې پرمختګ ته لومړيتوب ورکړي.
۲ـ چين د کمربند او لارې د ابادۍ او د نړيوال پرمختګ پېشنهادونه وړاندې او پلي کړي او پکې د جې شل هېوادونو د فعال ګډون هرکلی کوي.
۳ـ جي شل دې د لويو اقتصادي پالیسيو په برخه کې همکارۍ ترسره او د ډیجیټلي اقتصاد پټ ځواکونه دې ښکاره کړي.
۴ـ جي شل دې د نړیوالې اقتصادي ادارې اصلاحاتو ته دوام ورکړي.
دای بينګ برازيل ته د جي شل د نوبتي رئيسه هېواد د ټاکلو په پار مبارکي ويلي او له غړو هېوادونو یې غوښتي، چې د برازيل په کوربتوب د جي شل سرمشريزه پرمخ بوزي.
دای بينګ زياته کړه، چې هېواد به يې د نړيوال اقتصاد د بيا اعادې او سمسورتيا لپاره خپل رول ولوبوي.
(ژباړه: شکريه)