د انګولا ولسمشر به په رسمي سفر چين ته راشي
CGTN2024/03/13 09:52:54
شريکول:

ټاکل شوې چې د انګولا ولسمشر به د مارچ له ۱۴ مې نېټې څخه تر ۱۷ مې نېټې پورې چين ته رسمي سفر وکړي.

د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بین د مارچ په ۱۲ مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې پدې اړه هيله ښودلې چې د نوموړي دغه سفر به د چين او انګولا ترمنځ د اړيکو هراړخيز او ژور پرمختګ ته نوی خوځنده ځواک او خپلمنځي دوستانه همکاریو ته نوي پرمختګونه ورکړي.