چين به د انسانانو د ډيموکراتيکو چارو لپاره نوي خدمتونه وکړي
CMG2024/03/14 11:00:52
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مارچ په ۱۳مې نېټې يوې خبري ناستې ته ويلي، چې هېواد به يې د انسانانو ګډ ارزښتونه پراخ کړي او له بېلابېلو هېوادونو سره به د متقابل درناوي پر بنسټ د ډيموکراتيکو مسئلو په اړه بحثونه او يو له بل څخه به زده کړې وکړي او د انسانانو د ډيموکراتيکو چارو لپاره به نوي خدمتونه برابر کړي.

نوموړي ويلي، سږکال د چين د ملي ولسي کانګرېس د جوړېدو له ۷۰مې کليېزې سره او د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د جوړېدو له ۷۵مې کليزې سره برابر دی. روان کال د چين په پلازمېنې بېجينګ کې په يادو مجلسونو کې د دغه هېواد د مختلفو ځايونو او بېلا بېلو ساحو تقريباً ۵ زرو استازو ګډون کړی و او د دغه هېواد د څه باندې ۱ ميليارډ او ۴۰۰ ميليونو کسانو نظرونه او هیلې يې وړاندې کړي. د چين دوه ملي مجلسونه د ټول بهیر ډيموکراسۍ ښه څرګندويي کوي.