په ژنيو کې د ملګرو ملتونو په دفتر او نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين پلاوي، د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو شورا د معلولينو ځانګړي استازي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کارپوهانو دفتر او په ژنيو کې د مکسيکو، نوي زيلاند او فنلنډ دایمي پلاوي او د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې په يوې غونډې کې د معلولينو د حقونو د ځانګړي ميکانيزم ۱۰ کليزه لمانځلې ده.
په دغې غونډې کې د ګڼ شمېرو هېوادونو سفيرانو، د نړيوالو سازمانونو استازو، د نادولتي سازمانونو استازو او خبريالانو په شمول شاوخوا سلو کسانو ګډون کړی و.
په ژنيو کې د ملګرو ملتونو په دفتر او د نورو نړيوالو سازمانونو په استازنځايونو کې د چين دايمي استازي چن شيو يادې غونډې ته په وينا کې ويلي، چې سږ کال د معلولينو د حقونو د ځانګړي ميکانيزم د جوړېدو له ۱۰ کليزې سره برابر دی او هېواد به یې له بېلا بېلو خواوو سره يو ځای د معلولينو د ستونزو د حل لپاره واقعي تدبيرونه ونيسي.