ايران: د اسرايئلي ځواکونو له لوري د فلسطينيانو ټولوژنه وغندله
CMG2024/03/14 10:24:03
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزير امير عبدالهيان د مارچ په ۱۳مې نېټې د ملګرو ملتونو سرمنشي، د اسلامي همکارۍ سازمان سرمنشي، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا رئيس، د اسلامي هېوادونو او نورو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو ته په یو پيغام کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو د فلسطينيانو ټولوژنه روانه کړې او غزه يې کلابنده کړې ده.

عبداللهيان په پيغام کې ويلي، اسرائيلي ځواکونو د روانې پېړۍ د بشري بحران د خطر بې ساری زنګ وهلی دی او ايران يې په سختو ټکو غندنه کوي.

نوموړي له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې په جدي تدبيرونو د فلسطينيانو ملاتړ وکړي او پر غزې تړانګې د اسرائيلي ځواکونو د بريدونو مخه ونيسي، څو  هلته اوسنی سخت وضعيت پای ته ورسيږي.