د پوځي مهماتو په اړه د امريکا کاروبار
CMG2024/03/14 14:15:13
شريکول:

د سويډن په سټاکهولم کې د نړيوالې سولې څېړنيز انسټيټيوټ (SIPRI) د پوځي مهماتو د پلور نړيوال تمايل په اړه د ۲۰۲۳ م کال راپور خپور کړی، چې له مخې يې له ۲۰۱۹م کال څخه تر ۲۰۲۳ م کال پورې د امريکا د وسلو صادرات له ۲۰۱۴ م کال نه تر ۲۰۱۸ م کال پورې په پرتله په سلو کې ۱۷ زياتوالی ښيي او د نړۍ د وسلو په عمومي صادراتي ارزښت کې انډوال يې له ۳۴ سلنې نه ۴۲ سلنې ته زيات شوی دی .

راپور وايي، په همدې مودې کې د اروپايي هېوادونو له خوا د وارد شويو وسلو عمومي اندازه په سلو کې ۹۴ زياته شوې، چې د اوکراين او روسيې ترمنځ شخړې د دې اندازې د زیاتوالي سبب شوی دی.

 د امريکا دفاع وزير لويډ استين څه موده مخکې په سپينې ماڼۍ کې د يوې غونډې پر مهال منلې وه، چې د روسيې او اوکراين شخړې د امريکا اقتصاد ته ګټې رسولې دي.

امريکا سوله ساتونکې نه ده، بلکې د جنګ پر اور تېل شيندي او همدا کړنه يې د نړيوال وضعيت د لا خرابوالي لامل ګرځېدلې ده.