د اوکراين د اوکراينسکا پراودا ورځپاڼې د مارچ په ۱۳مې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد بېپيلوته الوتکو په روسيې کې د پټرولو پر درېيو چڼځايونو بريدونه کړي او دا يې د روسيې د انرژۍ پر تجهيزاتو د اوکراين د ملي امنيتي ځواکونو د عملياتو دوام بللی دی.
تاس خبري اژانس ويلي، چې د اوکرايني ځواکونو د يادو بريدونو له امله دوه کسان ټپيان شوي دي.