ملګري ملتونه: په ۲۰۲۲م کال کې تر ۵ کلنۍ کوچنيو ماشومانو کې د مړينې شمېر تر پخوا کم و
CMG2024/03/14 10:03:05
شريکول:

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مړينې د تخميني شمېرنې ګروپ (UN IGME) د مارچ په ۱۳مې نېټې په يو راپور کې ويلي، چې په ۲۰۲۲م کال کې په ټولې نړۍ کې تر ۵ کلنۍ کوچنيو ماشومانو کې د مړينې شمېر ۴ ميليونو او ۹۰۰ زرو ته ښکته شوی، چې دا شمېر په تاريخ کې تر ټولو کم دی.

راپور وايي، له ۲۰۰۰م کال راهيسې، په ټولې نړۍ کې تر ۵ کلنۍ کوچنيو ماشومانو کې د مړينې شمېر ۵۱ سلنه کم شوی او په ځانګړې توګه په ځينو ټيټو او منځنيو عايداتو لرونکو هېوادونو کې يې کمښت زیات شوی دی.

په ۲۰۲۲م کال کې د ماشومانو د مړينې شمېرې دا په ډاګه کوي، که د ماشومانو د روغتيا او ګټو لپاره کافي روغتيايي سرچېنې برابرې شي، نو د مړينې د شمېر د کمښت په بهير کې به يې پرمختګ وموندل شي.