د اروپا پارلمان د مارچ په ۱۳مې نېټې د مصنوعي ځیرکتیا د څار قانون د رايو په غوڅ اکثريت تصویب کړی دی.
داسې ښکاري، چې اروپايي ټولنې د مصنوعي ځيرکتیا د څار قانون د جوړونې پر وړاندې وروستی خنډ هم لرې کړی دی.
اروپايي پارلمان د فرانسې په سټراسبورګ کې د روانې میاشتې په ۱۳مې نېټې عمومي ناسته کړې او یاد قانون يې د ۵۲۳ موافقو او ۴۶ مخالفو رایو په تر لاسه کولو سره تصویب کړی دی.