د امریکا د روژې اعلاميې ته د چين ځواب
CMG2024/03/14 11:13:22
شريکول:

    

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مارچ په ۱۳مې نېټې د روژې په اړه د امريکا د اعلامیې په غبرګون کې ويلي، چې واشنګټن دې د بشري حقونو مسايلو کې دوه ګوني معيارونه بند کړي او په غزې کې د بشري مسايلو سياسي ننداره دې پای ته ورسوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير بلينکن د روانې مياشتې په ۱۲مې نېټې د روژې بيانيې کې ويلي، چې په شيجيانګ کې د اويغوريانو، ميانمر او بنګلادېش کې د روهينګيانو او په غزې کې د فلسطينيانو په ګډون مسلمانان له سختو جګړو او دردونو سره مخ دي.

وانګ ون بين د بلينکن يادو څرګندونو ته په ځواب کې ويلي، چې شينجيانګ ټولنيز ثبات، اقتصادي پرمختګ او مذهبي همغږي لري او د اويغوريانو په ګډون د ټولو قومونو بشري حقونه پکې په بشپړه توګه خوندي دي.

نوموړي ويلي، په شینجيانګ کې جګړه نشته، خو په غزه کې جګړه روانه ده او هغه څه چې امریکا يې باید تر سره کړي، د روژې په اړه ناسمې او تشې څرګندونې نه، بلکې په غزه کې د مسلمانانو د ژوند ژغورلو لپاره باید عملي ګامونه پورته کړي.

(ژباړه: شکريه)