په فليپين کې د زياتو پانګونو تر شا د امريکا موخه
CMG2024/03/14 10:53:58
شريکول:

د امريکا د سوداګرۍ وزيرې ګينا رايموندو د مارچ په ۱۲مې نېټې د فليپين په پلازمېنه مانيلا کې اعلان وکړ چې هېواد به يې په فليپين کې د سېميکوندکتور فابريکو (Semiconductor Factory) شمېر زيات کړي. هغې وړاندې ويلي چې امريکايي شرکتونه به په فليپين کې څه باندې ۱ میليارډ امريکايي ډالره پانګونه وکړي. امريکا فليپين ته رښتینې مرستې برابروي که تر شان يې توطيه لري؟

امريکا له تېرو څو کلونو راهيسې په فليپين کې دومره زياتې پانګونې نه دي کړې او کلنۍ اندازه يې کابو ۱ میليارډ امريکايي ډالره وه. د ۲۰۲۲م کال په جون کې د فليپين نوي حکومت ته د واک تر رسېدو وروسته امريکا د خپلې اندو-پاسيفيک ستراتيژۍ د پلي کولو په پار له فليپين سره خپلې اړيکې پياوړې کړې، خو د پانګونو اندازه يې هم نه ده زياته شوې. د اړوندو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳م کال کې امريکا په فليپين کې شپږم لوی پانګه اچوونکی هېواد پاتې شوی چې د پانګونو ارزښت يې شاوخوا يو میليارډ امريکايي ډالره و. خو په همدې کال کې امريکا په ټايلنډ کې ۲.۳ میليارډه امريکايي ډالره پانګونې کړې دي.

د وزيرې رايموندو په ملګرتيا د امريکا يو ۲۲ کسيزه پلاوی هم فليپين ته تللی دی. که څه هم وزيرې رايموندو فليپين ته د زياتو پانګو برابرولو اعلان کړی، خو بشپړ جزیات يې نه دي ورکړي. شنونکي وايي، شک شته چې امريکايي چارواکي به خپلې خبرې عملي کړي کنه. د دې تر څنګ په امريکا کې د فليپين سفير هم خبر ورکړ، امريکا پلان لري چې د فليپين د زيربناوو او توليدي چارو په شمول ساحو کې پانګونه وکړي. خو ټولو ته معلومه ده چې امريکا په يادو ساحو کې لوی لاس نه لري، نو اړوند پلانونه په رښتيا سره عملي کېږي کنه؟

د فليپين د يو لړ رسمي شمېرو له مخې، په ۲۰۲۱م او ۲۰۲۲م کلونو کې په دغه هېواد کې د بهرنيو پانګونو عمومي اندازه په جلا جلا توګه ۱۱.۹ او ۹.۲ میليارډه امريکايي ډالره وي. د ۲۰۲۳م کال له جنورۍ نه تر اکتوبر پورې په ياد هېواد کې د بهرنيو پانګونو اندازه کابو ۶.۵ میليارډه امريکايي ډالره وه چې د ۲۰۲۲م کال د همدې مودې په پرتله ۱۷.۹ سلنه پکې کموالی راغلی دی. د يادو شمېرو تر شا د فليپين يو لړ نيمګړتياوې څرګندېږي، لکه د فساد سخت حالت، وروسته پاتې ترانسپورټي شبکه، د اوبو او برق لوړه بيه او داسې نور.

د امريکا د ژمنو تر شا کومه توطيه شته؟

څېړونکي دا نظر لري چې د امريکا اندو-پاسيفيک ستراتيژۍ ډېری محتويات د امنيت او پوځي چارو په هکله دي او ډېر کم يې په اقتصاد پورې اړه لري او ملګرو هېوادونو ته دومره زياته ګټه نه لري. د بېلګې په توګه، فليپين چې اقتصادي چارې يې پرمختللې نه دي، د اقتصادي پرمختګ لېوالتيا لري. نو په فليپين کې د وزيرې رايموندو د يادې ژمنې يوه موخه د تش په نوم اندو-پاسيفيک ستراتيژۍ کې د ځينو اقتصادي محتوياتو زياتېدل دي. څو د امريکا او فليپين پوځي ملګرتيا ته اقتصادي خوځنده ځواک برابر شي.

د يادونې وړ دا ده چې وزيرې رايموندو په فليپين کې د سېميکندکتور په شمول د ځينو عالي ټېکنالوژيو د برابرولو ژمنه هم کړې او په خبره يې، ویلي یې دي چې يادې ټېکنالوژۍ موږ لرو، خو چين یې نه لري.

امريکا نه يوازې په پانګونو سره فليپين ځان ته نژدې کوي، بلکې د جغرافيايي سياست له لحاظه غواړي له دغه هېواد څخه په ګټې اخيستنې سره له چين سره تقابل وکړي. د مثال په توګه اوس امريکا د جنوبي سمندرګي مسئله کې ژوره مداخله کړې ده.

فليپين ته د وزيرې رايموندو له سفر مخکې، فليپین خپلې کړې ژمنې ماتې کړې، د سمندري پوليسو دوه کښتۍ او دوه نورې بېړۍ يې د چين د نانشا ټاپوګانو ژن ای پرښې شاوخوا سمندري سيمې ته لېږلي او په عمدي توګه يې د چيني پوليسو له کښتيو سره ټکر کړی دی. د امريکا د سي اين اين ټلويزيون خبریال په دې اړه دروغ جوړ کړي او پر چين يې تور لګولی چې پر فليپين يې ظلم کړی و. په داسې حال کې وزيرې رايموندو فليپين ته د خپل سفر په ترڅ کې د امريکا او فليپين ترمنځ پر پوځي ملګرتيا ټينګار کړی دی چې موخه يې فليپين د امريکا په جغرافيايي سياسي سيالۍ کې ښکېل کړي.

البته فليپين د امريکا په موخې ښه پوهېږي. خو دا هېواد خپل پلان لري چې د امريکا په تسلط ځينې ګټې خپلې کړي، کله کله د امريکا ژن ای پرښې او هوانګ يان ټاپو شاوخوا سمندري سيمې ته ننوځي او خپلو سېميکندتور چارو ته پرمختګ ورکوي.