چين غواړي له استراليا سره ډيالوګ او همکارۍ پياوړې کړي
CMG2024/03/14 10:23:03
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مارچ په ۱۳مې نېټې په يوې خبري ناستې کې د چين او استراليا د اړيکو په اړه ويلي، چې هېواد يې غواړي د متقابل درناوي، ګډو ګټو او ګډو نظريو پر بنسټ له استراليا سره ډيالوګ او همکارۍ پياوړې کړي.

وانګ ون بين ويلي، چين او استراليا په دې وروستيو کې د ډيالوګ له لارې خپلمنځي ګډې اندېښنې حل کړي او د خپلمنځي اړيکو د ښه والي او پرمختګ لپاره يې هڅې کړې دي.

نوموړي ويلي، چين غواړي د متقابل درناوي، ګډو ګټو او ګډو نطريو پر بنسټ له استراليا سره ډيالوګ او همکارۍ پياوړې او خپلمنځي اړيکې ورسره ثابتې وساتي.