د فلسطين خبري اژانس د مارچ په ۱۴مې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشر محمود عباس په همدې ورځ محمد مصطفی ته د نوې دورې د حکومت جوړولو صلاحيت ورکړی دی.
محمود عباس په صلاحيت نامې کې محمد مصطفی ته سپارښتنه کړې، چې د نوي حکومت د نوماند صدراعظم په حيث د فلسطينيانو ګټو ته لومړيتوب ورکړي.
نوموړي د نوي حکومت لومړۍ مهمه دنده غزې ته د مرستندويه توکو رسول او بيارغونې چارې يادې کړې دي.
د خبر له مخې، محمد مصطفی له کارپوهانو سره د يوه تخنيکي حکومت د جوړولو په هڅه کې دی.