الأونروا د بېلابېلو هېوادونو د مرستو د بیا پيل غوښتنه وکړه
CMG2024/03/15 11:08:39
شريکول:

اسرائيل د روان کال په جنورۍ کې خبر ورکړی و، چې د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو او کار ادارې يا الأونروا (UNRWA) ۱۲ کارکوونکو د تېر کال د اکتوبر په ۷مې نېټې پر اسرائيل د حماس په پراخ بريد کې ګډون کړی و.

د دغه خبر له خپرېدو سره همهماله د امريکا او کاناډا په شمول له لسو زیاتو لوېديځو هېوادونو له الأونروا سره مالي مرستې وځنډولې.

د الأونروا د مخابراتو‌ کارکوونکې جوليه توما په دې وروستيو کې له سي جي ټي اېن سره په مرکې کې ویلي، چې که څه هم ځينو هېوادونو له دغې ادارې سره بیا مرستې پېل کړي، خو د سقوط خطر يې هم ياد کړی دی.

هغې له بېلابېلو هېوادونو غوښتي، چې ډېر ژر له الأونروا سره مالي مرستې بيا پيل کړي.

جوليه توما ويلي، د الأونروا د عادي چارو د راونېدو لپاره شاوخوا ۳۸۰ ميليونو ډالرو ته اړتيا لري.