د روسيې د ولسمشريزو ټاکنو رايه اچونه رسماً پيل شوه
CGTN2024/03/15 10:13:39
شريکول:

د روسيې په ختيځ کامچاټسکایاکری سرحدي سيمې او چوکوچي کورواکې سيمې کې د دغه هېواد د ټولټاکنو د رايې اچونې سټېشنونه د مارچ په ۱۵ مې نېټې د سهار په اته بجو پرانيستل شوي، چې پدې سره يې د ۲۰۲۴م کال د ولسمشريزو ټاکنو رايه اچونه رسماً پيل شوې ده.

د روسیې په روانو ولسمشريزو ټاکنو کې ۴ نوماندانو ګډون کړی، چې اوسنی ولسمشر ولاديمير پوتین، د ازاد او ډيموکرات ګوند غړی سلوڅکي، د روسي فيدراسيون کمونېست ګوند غړی  خاريتونوف او د نوي ګوند غړی داونکوف پکې شامل دي.