چین د يمن شخړې پر ښېکلو خواوو غږ کړی، چې د کړکېچ له سختېدو ډډه وکړي
CMG2024/03/15 11:55:33
شريکول:

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د مارچ په ۱۴مې نېټې د يمن وضعيت په اړه غونډه کړې او د چين استازي ګنګ شوانګ پکې په سور سمندرګي کې د کړکېچ د سختېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړي د یمن د شخړې پر ټولو خواوو غږ کړی، چې سړه سينه وساتي او هغه کړنې، چې د وضعيت د لاسختېدو لامل ګرځي، پای ته ورسوي.

ګنګ شوانګ يو ځل بيا په ټينګار ويلي، چې امنيت شورا هېڅ هېواد ته د يمن پر وړاندې د زور کارولو اجازه نه ده ورکړې او کوم هېواد دې له نړيوال قانون او د امنيت شورا له پرېکړه ليکونو څخه ناسم تعبير او ناوړه ګټه نه پورته کوي.

نوموړي ويلي، د سور سمندر خرابو حالاتو په یمن کې سیاسي بهیر سخت ګډوډ کړی دی.

ګنګ شوانګ ويلي، په سور سمندرګي کې روان تاوتريخوالی د غزې جګړې د پراخو اغېزو ښکارندويي کوي او يو ځل بيا یې پر اسرائيل غږ کړی، چې په غزې کې خپل پوځي عمليات سمدستي بند کړي او د فلسطينيانو ډله ييزه سزا دې پای ته ورسوي.

نوموړي له ټولو خواوو غوښتي، چې د نړيوالې ټولنې پراخو غوښتنو ته غوږ ونيسي، مسوولانه او رغنده چلند غوره کړي او په غزه کې د بيړني اوربند په پار دې د امنیت شورا له غوښتنې ملاتړ وکړي.

(ژباړه: شکريه)