چين ستا دښمن نه دی
CMG2024/03/15 11:04:11
شريکول:

څو ورځې دمخه د ۲۰۲۴م کال لپاره د چين دوه ملي مجلسونه په برياليتوب پای ته ورسېدل. تر پای مراسمو وروسته يوه خبري ناسته کې د چين د کلتور او سيلانیزو چارو وزير سون يې لي ويلي، چين به په تدريجي توګه د ويزې، پرواز، هوټل او سودا په برخو کې موجودې ستونزې حل کړي څو بهرني سيلانيان د کورنيو مسافرينو په شان په چين کې له سيلانيزو اسانتياوو برخمن وي. هغه هم په انګليسي چين ته د بهرنيو سيلانيانو د راتګ هرکلی کړی څو د چين له ځانګړو لرغونو کلتورونو او چټک پرمختګ څخه خوند واخلي.

کوم بهرني سيلانيان چې چين ته راغلي وو، خامخا د چين د ځانګړو لرغونو کلتورونو او چټک پرمختګ په اړه ژوره خاطره لري. يو فرانسوي وېبلاګر په دې وروستيو کې د چين ميډيا ګروپ خبريال ته په چين کې د دې ژوند کيسه وويله. هغې په دغه مرکه کې څو څو ځله د چين عصري کېدو بهير ياد کړی او په دغه هېواد کې د انلاين سوداګريزو چارو، موبايلیزې تاديې او چټک اورګاډي پر پرمختګ يې حيرانتيا څرګنده کړې ده. په چين کې د بنګلاديش يو محصل هم ورته نظر لري او ويلي يې دي، دا چې د چين په کليوالو سيمو کې هره کورنۍ د ويلا په څېر عالي کور لري، بيخي له خپل اټکل څخه وتلي څه دي. سربېره پر دې، يوه برېټانوي جوړه چې اوس په چين کې په سفر بوخت دي، داسې وايي چې چين کټ مټ د لوېديځو رسنيو لخوا تصوير شوې بڼه نه لري. دوی رسنيو ته ويلي، چين ستا دښمن نه دی، ځکه په اړه یې کره پوهاوی نه لرې. 

په عين وخت کې يو شمېر بهرنيو ملګرو په چين کې د سفر په اړه خپلې ستونزې هم شريکې کړې دي، د مثال په توګه په ځينو کوچنيو دوکانونو کې کرېډېټ کارت نه کارول کېږي او د لارې تر څنګ د جامو مينځلو دوکانونه ډېر لږ ليدل کېږي. ځکه چې چين د بهرنيانو ګرځنده تاديې په شمول څو چارو کې نيمګړتياوې لري، نو حکومت يې د دغو نيمګړتياوو د لرې کولو په پار هلې ځلې کوي. د مارچ په ۷مه نېټه د چين دولتي شورا د تاديې په اړه يو خاص سند خپور کړ چې پکې ډېری محتويات بهرنيانو ته د تاديې اسانتياوو د برابرولو په اړه دي.

د دغه سند له مخې به د چين مرکزي ولسي بانک د کرېډېټ کارت په وسيله د تاديې د اسانېدو څو اغېزمن اقدامات ونيسي، بېجينګ ښار به په مهمو سوداګريزو ځايونو، منظره لرونکو سيمو، پارکونو او هوټلونو کې د بهرنيو بانکي کارتونو د منلو وړتيا لوړه کړي، شانګهای ښار به په هوټلونو او ساعتيري ځايونو کې د بهرنيو بانکي کارتونو د تاديې pos ماشينونه ځای پر ځای کړي، څو لوی مخابراتي شرکتونه به د لويو ښارونو په هوايي ډګرونو او بندرونو کې لا زيات خدماتي دفترونه جوړ کړي څو د نويو موبايل نمبرونو د اخيستلو په برخه کې بهرنيانو ته اسانتياوې برابرې کړي.

د چين د دولتي شورا په ياد سند کې راغلي چې د هغو بهرنيانو لپاره چې په نغدي پيسو او بانکي کارت عادت شوي، په مهمو عمومي ځايونو کې به د بهرنيو اسعارو د بدلولو څانګې او تاسيسات جوړ شي او د ترانسپوټ، سودا، خوراک، ساعتېرۍ، سيلانیزو چارو او استوګنې په شمول ډول ډول شرکتونه او څانګې به د نغدي پيسو د منلو څرګنده ژمنه وکړي او اړوند خدمتونه به برابر کړي.

په داسې حال کې د چين د بهرنیو چارو وزارت د ويزې لګښت د کمولو او د بهرنيو محصلينو د منلو تشريفات د اسانېدو په شمول څو تدبيرونه هم اعلان کړي دي. دغه راز د چين د کډوالو ملي ادارې د روان ۲۰۲۴م کال له جنورۍ څخه چين ته د بهرنيانو د راتګ د هڅونې په موخه د څو اقداماتو په نيولو پيل کړی دی.

اوس مهال چين کې سفرونه مخ په اسانېدو دي. ايا چين د لوېديځو رسنيو په راپورونو کې هغه بڼه لري ، هرکلی کوو چې پخپله ځوابونه پيدا کړئ!