شي جين پینګ د انګولا له ولسمشر لورنکو سره وکتل
cmg2024/03/15 22:08:13
شريکول:

د چين د دولت رئیس شي جين پینګ په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د انګولا له ولسمشر لورنکو سره وکتل. د دواړو هېوادونو مشرانو اعلان کړی چې د چين او انګولا ترمنځ اړیکې به پر هر اړخیزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو بدلې کړي.

شي جين پینګ په دې کتنه کې ويلي چې تېر کال چين او انګولا په ګډه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټینګېدو څلوېښتمه کاليزه ونمانځله او نړيوالو بدلونونو زموږ پر دوه اړخيزو اړيکو اغيزه نه ده کړې او خپلمنځي اړیکو د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې رسولې دي. د چین او انګولا ترمنځ همکاري د جنوب او جنوب ترمنځ همکاري ده. د پرمختيایي هېوادونو ترمنځ همکاري د دوستانو ترمنځ متقابلې مرستې هم دي او د ګډو ګټو پربنسټ ګډ برياليتوبونه يې تر لاسه کولی شي. دواړه خواوې د دې بدلېدونکې نړۍ پر وړاندې باید خپلې عنعنوی دوستۍ ته ادامه ورکړي،يووالی او خپلمنځي همکاري دې پياوړې کړي،يو له بل څخه دې ټینګ ملاتړ وکړي ترڅو ګډ پرمختګ ومومي. چين د دې ملاتړ کوي چې انګولا ملي حاکمیت، امنيت، پرمختيايي ګټو ساتي،له خپلو مشخصاتو سره سم يوه عصري لار پيدا کوي تر څو د دې هېواد سمسورتيا او پرمختګ ومومي. چين هم غواړي چې د حکومتوالي په برخه کې له انګولا سره د نظريو تبادلې زياتې کړي، دوه اړخيزې ستراتيژیکي اړیکې لاټينګې کړي او د خپلو هېوادونو عصري بهیر پرمخ يوسي.