د چين پټلۍ ګروپ خبر ورکړی، د چين-لاوس اورګاډو د مارچ تر ۱۲مې نېټې پورې ۳۰ ميليونه او ۲ سوه زره مسافر او څه دپاسه ۳۴ ميليونه ټنه توکي لېږدولي دي.
شمېرې ښيي، د چين-لاوس رېلپټلۍ د هغې برخې له لارې، چې په چين کې غځېدلې، د ليږدول شوو مسافرو منځنۍ ورځنۍ اندازه له ٢٠ زرو څخه تر ١٠٣ زرو پورې لوړه شوې او د بلې برخې له لارې يې، چې په لاوس کې غځېدلې، د ليږدول شوو مسافرو منځنۍ ورځنۍ اندازه له ۷۲۰ څخه ۱۲ زره او ۸۰۸ تنو ته پورته شوې ده.
د چين-لاوس پټلۍ په اوږدو کې د لېږدوونکو توکو ډولونه له ۱۰ څخه ۲۹۰۰ ته پورته شوي، چې پکې الکترونيکي، فوتوولټيکي توليدات او موټرونه هم شامل دي.
له دغې پټلۍ څخه د لاوس، تايلنډ، ويتنام او ميانمار په شمول د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې ۱۲ هېوادونه او د چين ٣١ ولايتونه، عمده ښارونه او سيمې ګټې پورته کوي.
(ژباړه: شکريه)