د نړۍ ۴۵ هېوادونه او سيمې د خواړو مرستو ته اړتيا لري
CMG2024/03/15 10:16:58
شريکول:

د ملګرو ملتونو د خواړو او زراعت سازمان په دې وروستيو کې د حاصلاتو د راتلونکي او د خواړو د وضعيت په اړه راپور خپور کړی دی.

راپور وايي، د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې د شخړو او د سخت اقليم له امله ۴۵ هېوادونه او سيمې د خوراکي توکو مرستې ته اړتيا لري، چې په دې جملې کې ۳۳ هېوادونه په افريقا، ۹ په اسيا، ۲ په لاتيني امريکا او کارابين سيمې او ۱ په اروپا کې دي.

راپور په ختيځې او لوېدیځې افريقا کې د شخړو له امله د خواړو وضعيت ډېر سخت او حيرانوونکی بللی دی.