وانګ يي به نوي زيلانډ او استراليا ته سفرونه وکړي
CMG2024/03/15 10:19:22
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بین د مارچ په ۱۴مې نېټې يوې خبري ناستې ته ويلي،‌ چې د دغه هېواد خارجه وزير وانګ یي به د روانې مياشتې له ۱۷مې نېټې څخه تر ۲۱مې نېټې پورې د نوي زيلانډ او استراليا د بهرنيو چارو وزیرانو په بلنې له يادو هېوادونو څخه رسمي لېدنې وکړي. وانګ يي به د دغه سفر په ترڅ کې د استراليا له بهرنيو چارو وزيرې پېني وانګ سره په ګډه د چین او استرالیا د بهرنیو چارو او ستراتيژۍ اووم ډيالوګ هم ترسره کړي.