ترکيې او عراق د امنيت سرمشريزې له پای ته رسېدو وروسته ګډه اعلاميه خپره کړې او د کورد کارګرو ګوند د دواړو هېوادونو امنيت ته ګواښ بللی دی.
په دغه اعلاميه کې راغلي، چې ترکي او عراقي چارواکو يو د بل سياسي يووالي، ملي حاکميت او خاورو بشپړتيا ته درناوی څرګند کړی او د غزې سيمې د وضعيت په اړه يې د نظريو تبادله کړې او له فلسطين څخه يې ملاتړ څرګند کړی دی.
اعلاميې کې په دوه اړخيزو او سیمه ييز مسئلو کې د دواړو هېوادونو همکارۍ مهمې او ضروري بلل شوي او پکې ويل شوي، چې دواړه هېوادونه به د ترهګرۍ ضد، اقتصاد، انرژۍ او زراعت په برخو کې همکارۍ ټينګې کړي.
اعلاميه وايي، د ترکیې ولسمشر رجيپ اردوغان به له روژې وروسته عراق ته سفر وکړي.