چيني استازي له نړیوالې ټولنې غوښتي، د مصنوعي ځيرکتيا له لارې د ماشومانو حقونه وساتي
CGTN2024/03/15 10:37:00
شريکول:

په جينوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر او نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي چن شيو د مارچ په ۱۴ مې نېټې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۵ مې غونډې کې د ۸۰ هېوادونو په استازيتوب وينا کړې او له نړيوالې ټولنې څخه يې غوښتي، چې له مصنوعي ځيرکتيا په ګټې اخيستلو د ماشومانو حقونه وساتي.

نوموړي مصنوعي ځيرکتيا د بشري پرمختګ نوې برخه بللې او ويلي يې دي، چې ټول هېوادونه دې د ګډو سلامشورو، ګډې ابادۍ او د ګډو ګټو د اصولو له مخې د مصنوعي ځيرکتيا د مديريت لپاره کار وکړي.

چن شيو زياته کړې، چې ماشومان د بشر راتلونکی او هيلې دي او د بشر تر نورو ډلو به مصنوعي ځيرکتيا ډېره وکاروي او له ګټو څخه به يې برخمن شي او په خبره يې، ټول هېوادونه دې مصنوعي ځيرکتيا ته باکیفيته پرمختګ ورکړي او په ګډې همکارۍ دې د ماشومانو د روح او روان روغتيا او حقونه وساتي.