د چين د اقتصادي راتلونکي په نامه د سفيرانو ډيالوګ د مارچ په ۱۵مه په بېجينګ کې تر سره شو.
په دې ډيالوګ کې د چين د اړوندو څانګو مسئولينو، اقتصادي کارپوهانو، په چين کې څه باندې ۲۰ سفيرانو او د اړوندو نړيوالو سازمانونو مسئولينو د چين د اقتصادي وضعيت او پرمختګ په اړه بحثونه وکړل او د ګډو او علاقې وړ مسئلو په اړه یې د نظريو تبادله وکړه.