امریکا له اوږدې مودې راهیسې د ډیموکراسۍ په اړه خپل ځان د "غوره زده کوونکي" په توګه ښیي. د چین میډیا ګروپ سي جي ټي اېن او د چین د ژن مین پوهنتون لخوا ترسره شوې سروې ښیي، چې د سروې ۷۱،۱ سلنه ګډوال په دې اند دي د امریکا سیاسي نظام سختې نیمګړتیاوې لري او د ډیموکراسۍ له اصلي مفکورې سره مخالف دی. نور ۷۰،۴ سلنه ګډوال د "امریکا سټایل ډیموکراسۍ" ته د "ناروغېډیموکراسۍ" په سترګه ګوري.
د نړۍ د ۳۲ هېوادونو ۳۹۳۱۵ وګړي په دې سروې کې ګډون کړی. دوی د سي جي ټي اېن له خوا په ۳نړیوالو سروې ګانو کې برخه اخیستې. د سروې په ګډونوالو کې د امریکا، جرمني، فرانسې، جاپان، سنګاپور او هسپانیې په شمول د پرمختللو هیوادونو او همدارنګه د جنوبي افریقا، نایجیریا، برازیل، هند، اندونیزیا او ارجنټاین په څېر د پرمختیاييهېوادونو خلک شامل دي.