د اسرائیلو لومړي وزیر په رفح کې د پوځي عملیاتو پلان تصویب کړ
CMG2024/03/16 10:16:34
شريکول:

د اسرائيلو دفاعي ځواکونو د مارچ په ۱۵مه د غزې تړانګې په زياتو ځايونو کې پوځي عملياتو ته دوام ورکړ. د فلسطين د حماس د رسنيو دفتر په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې اسرائيلي پوځ په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د مرستندویه توکو د وېشلو پر مرکز ټولټال ۵ بريدونه کړي، چې له امله يې تر ٣٠٠ زياتو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د اسرائیلو دفاعي ځواکونو د روانې میاشتې په ۱۵مه خپل وروستی جنګ راپور خپور کړ، چې پکې ویل شوي ، تېره ورځ د غزې پولې ته څېرمه پر اسرائیلي هستوګنځایونو د حماس د راکټي بریدونو په غچ کې، اسرائیلي پوځ د غزې په شمال کې د حماس پر پوځي تاسیساتو ډزې او هوايي بریدونه  وکړل. بر سېره پر دې، اسرائیلي ځواکونو د غزې په جنوبي ښار خان یونس کې له حماس سره جګړو ته دوام ورکړی. په تېره ورځ کې د اسرائیلو ځمکنيو او هوايي ځواکونو له یو بل سره همکاري کړې او د حماس ګڼ شمېر وسله وال یې وژلي دي. د اسرائیلو پوځ هم د غزې په مرکزي سیمه کې پوځي عملیات کړي، چې د حماس شاوخوا ۱۰ وسله وال یې وژلي دي.

د حماس رسنيز دفتر د روانې مياشتې په ۱۵مه د یوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې روانې مياشتې د ۱۴مې نېټې په شپه د غزې تړانګې په شمال غزې ښار کې د مرستندويه توکو د وېشلو  پر مرکز د بريد له امله د وژل شويو کسانو شمېر ٣٣ تنو ته ورسېد. په اعلامیه کې د اسرائیلي پوځ له خوا بریدونه غندل شوي او ویلي یې دي، چې اسرائیلي پوځ په تېرو ۴۸ ساعتونو کې لږ تر لږه ۵ ورته بریدونه کړي، چې په پایله کې یې تر اوسه ۵۶ تنه وژل شوي او تر ۳۰۰ ډېر ټپیان دي.

د اسرائيلو دفاعي ځواکونو د روانې مياشتې په ۱۵مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د غزې په ښار کې د مرستندويه توکو د وېشلو په مرکز کې د تېرې ورځې د بريد په اړه د لومړنيو څېړنو پايلې اعلان کړې او په دغه بريد کې يې د اسرائيلي پوځ لاس لرل رد کړل او ويې ويل، چې فلسطيني وسله وال باید د دې پېښې پړه پر غاړه واخلي.

د غزې تړانګې د روغتيا ادارې د روانې مياشتې په ۱۵مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د اسرائيلو پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې ١٣ پوځي عمليات ترسره کړي، چې په نتيجه کې يې ۱۴۹ تنه وژل شوي او ٣٠٠ تنه نور ټپيان شوي دي. د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ د جګړې د نوي پړاو له پیلېدو راهیسې، د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو په پوځي عملیاتو کې ۳۱۴۹۰ فلسطینیان وژل شوي او ۷۳۴۳۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

د اسرائيلو لومړي وزير بنیامین نتنياهو د روانې مياشتې په ۱۵مه د غزې تړانګې جنوبي ښار رفح ته د اسرائيلي پوځ د ننوتلو پلان تصويب کړ. د فلسطين ولسمشرۍ ماڼۍ په همدې ورځ پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ، چې خپل مسؤليت واخلي او د رفح پر وړاندې د اسرائيلو له "تيري" ډډه وکړي.

 د اسرائيلو د لومړي وزیر دفتر د روانې مياشتې په ۱۵مه يوه اعلاميه خپره کړه، چې پکې ويل شوي لومړي وزیر نتنياهو په همدې ورځ د جګړې لپاره د غزې جنوبي ښار رفح ښار ته د اسرائيلي پوځ د ننوتلو پلان تصويب کړ او د اسرائيلو پوځ د رفح خلک د ځای په ځای کولو پلان هم لري. نتانیاهو وویل، د حماس د اوربند وروستی وړاندیز، چې د اسراییلو د خوشې کولو په بدل کې یې د فلسطیني بندیانو د خوشې کولو په بدل کې کړی و، "مسخره" ده. اسراییل دا وړاندیز ردوي، خو قطر ته به خپل استازي واستوي تر څو د اوربند خبرو ته دوام ورکړي. اوس مهال له ۱،۵ میلیونو څخه زیاتو فلسطینیانو په رفح ښار کې پناه اخیستې ده. نړیواله ټولنه اندېښمنه ده، چې که اسرائیلي پوځ پر رفح  ځمکني بريد پیل کړي، نو د ملکي تلفاتو د زیاتېدو سبب به شي.