د چین استازي د بشري حقونو په شورا کې د چين دريځ بيان کړ
CMG2024/03/16 10:22:16
شريکول:

په جنيوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر او په سويس کې د نورو نړيوالو سازمانونو په  استازولیو  کې د چين دايمي استازي چن شوی د مارچ په ۱۵مه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۵مه غونډه کې د بشري حقونو په چارو کې د چين لاسته راوړنو او د بشري حقونو د  مسئلې په اړه د چين دريځ  بیان کړ.

نوموړي  وویل ، چې چين تل د بشري حقونو په نړيوالې حکومتدارۍ کې فعال ګډون لري، د بشري حقونو نړیوال ډيالوګ او همکارۍ ته وده ورکوي، مختلفو بشري حقونو ته پر برابر پرمختګ ورکولو ټينګار لري او د اقتصادي، ټولنيزو او کلتوري حقونو او د پرمختګ حقونو د پلي کېدو په پار په هڅه کې دی.

د بشري حقونو شورا په تېره غونډه کې د چين په شمول د ۸۰ هېوادونو لخوا وړاندې شوې د اقتصادي، ټولنيزو او کلتوري حقونو پرېکړه تصويب شوې. چين هيله لري، چې دغې پرېکړې ته د عمل جامه واغوندي او د تلپاتې پرمختګ لپاره خدمتونه وکړي.