د کانګو له ولسمشر ساسو سره ځانګړی مرکه
CMG2024/03/16 10:42:43
شريکول:

سږ کال د چين او کانګو تر منځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۶۰ کليزې سره برابر دی. د کانګو ولسمشر ډينيس ساسو نګويسو په پلازمينه برازاويل کې د چين ميډيا ګروپ ځانګړې مرکه منلې.

ساسو په تېرو ۶۰ کلونو کې چين ته ۱۶ ځلی سفر کړی او د چين ستر بدلونونه یې کتلي دي.  نوموړي د چين د پرمختګ ستاينه وکړه.

نوموړي زياته کړه، چې د کانګو او چين تر منځ د بنسټیزو تاسيساتو د جوړولو په اړه همکارۍ ځايي وګړو ته ګټې رسوي او د کمربند او لارې د ګډې ابادی وړانديز افريقا ته  په حقيقت کې فرصتونه وړاندې کړي دي.

ساسو په مرکه کې د لوېديځ هېوادونو لخوا وړاندې شوی د نوی استعمار نظر رد کړ.

د چين او افريقا تر منځ د همکارۍ فورم نوې دوره به ژر تر سره شي. ساسو هيله وښود، چې د افريقا او چين تر منځ اړيکې به پر مخ بوزي.