د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د مارچ په ۱۵مه وويل، چې په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې د اوکرايني ځواکونو بريدونه ناکام شوي، چې دوی غواړي د بريدونو له لارې د روسيې د ولسمشريزو ټاکنو بهیر خراب کړي.
ولاديمير پوتين په همدې ورځ په يوه ويډیويي غونډه کې وويل، چې د روانې مياشتې له ۱۲مې نېټې څخه تر اوسه پورې، د اوکراين مخصوصه قوه، بهرني اجير عسکر او د اوکراين مرستندويه ځواکونو څو څو ځلې روسيې ته د ننوتلو لپاره ترهګر بريدونه کړي. اوکرايني ځواکونو د بريدونو لپاره له ۲ زره او ۵ سوو څخه زيات کسانو، ۳۵ تانکونو او ۴۰ زغرو لرونکو موټرونو څخه ګټه اخیستې، خو ټول ناکام شوي دي .